خانهنړۍخیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت؛ پاکستاني پوځ د تحریک انصاف مهم مشران...

خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت؛ پاکستاني پوځ د تحریک انصاف مهم مشران نیولي

په خیبر پښتونخوا کې د نظامي حالت له واکمنېدو سره هممهاله پاکستاني پوځ د لاریونونو مهم مشران نیولي او انټرنېټي خدمات پرې شوي دي.

د راپورونو له مخې چې پاکستاني پوځ دا اقدام په دې خاطر کړی چې اسلام‌اباد ته د لاریونوالو مخه ونیسي.

ویل کېږي چې دا مهال د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدی پاکستاني پوځ نیولی او د همدې صوبې پخوانی اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور هم په خپل کور کې نظر بند شوی دی.

په ورته مهال د یو شمېر نورو ګوندونو مشرانو هم په خیبر پښتونخوا کې د نظامي حالت واکمنېدل غندلي او دا یې پر پښتو د ظلمونو دوام بللی دی. 

د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلانول او د دې سیمې نظامي کول غندلي او د تحریک انصاف ګوند د مشرانو نیول یې «غیرقانوني» بللي دي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان پوځ تل خېبر پښتونخوا د خپلو استعماري تجربو لپاره د لابراتوار په توګه کارولې او تل یې خپلې هر راز «ظالمانه تګلارې» پر «محکومې» خېبر پښتونخوا ازمویلې دي.

بلخوا بیا پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي هم د پاکستاني حکومت دا کړنه غندلې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه