خانهنړۍپر سوډان د هوایي برید له امله سلګونه کسان وژل شوي 

پر سوډان د هوایي برید له امله سلګونه کسان وژل شوي 

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سوډان په سره سمندر ایالت کې د هوایي برید پرمهال له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.  

د راپورونو له مخې چې دا برید د مصر پولې ته نږدې د سرو زرو پر یو کان شوی دی او لسګونه کسان نور تر خاورو لاندې پاتې شوي دي. 

په راپورونو کې د ځايي اوسېدونکو په حواله ادعا شوې چې دا برید مصر کړی او ښايي د وژل‌شویو شمېر لا پسې زیات شي. 

ویل شوي چې په دې سیمه کې تر دې مخکې مصري ځواکونه وو او چا ته یې د ور ننوتلو اجازه نه ورکوله.

بلخوا تر اوسه د مصر حکومت د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. 

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړې پیل شوې دي.

په وروستیو کې د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه پیل کړي او سعودي عربستان بیا په یمن کې د حوثیانو پر ضد بریدونه پیل کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه