خانهافغانستانهیله روغتون په کابل کې پرانیستل شو

هیله روغتون په کابل کې پرانیستل شو

په پلازمېنه کابل کې د هیله په نوم یو خصوصي روغتون فعالیت پیل کړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د هیله روغتون رئیس، محب‌الله زاهدي، د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د دې روغتون پرانیسته د خصوصي روغتیايي سکتور په برخه کې یو مهم او پیاوړی ګام دی.

نوموړي زیاته کړې، چې هیله روغتون به د نړیوالو معیارونو سره سم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د دغه روغتون یو ډاکټر نقیب‌الله سهاک وایي، چې په دغه روغتون کې مسلکي او تکړه ډاکټران پر دندو ګومارل شوي، چې ځینو یې په اروپایي هېوادونو کې زده‌کړې کړې دي.

د ده په وینا، هیله روغتون د شکر ناروغۍ د څارنې لپاره پرمختللې ټکنالوژي هم برابره کړې، چې د ناروغ د وینې د شکر کچه د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې څاري.

د معلوماتو له مخې، په دغه روغتون کې د روغتیايي خدماتو د ښه مدیریت او وړاندې کولو لپاره پرمختللی سافټویر هم کارول کېږي.

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، عبدالولي حقاني، وویل چې روغتیايي مرکزونه باید د خلکو د درملنې او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وسیله وي، نه د تجارت.

نوموړي ټینګار وکړ، چې خصوصي روغتیايي سکتور باید د روغتیايي خدمتونو کیفیت د خلکو له اقتصادي وضعیت سره برابر وساتي.

حقاني زیاته کړې، چې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي سکتور د پیاوړتیا ملاتړ کوي؛ خو خصوصي روغتونونه باید د شفافیت او حساب ورکونې اصول مراعت کړي او له خپلسرو فیسونو ټاکلو ډډه وکړي.

دا روغتون داسې مهال پرانیستل کیږي چې لا هم افغانان په هېواد کې بې کیفیته روغتیایي خدمتونو او د روغتیاپالانو لخوا د لوړو فیسونو له اخیستلو سر ټکوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه