خانهافغانستانمتقي د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره کتلي

متقي د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي له مرستیال سره کتلي

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د سرمنشي له مرستیال، طارق علي بخیت سره کتلي دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې متقي «طارق علي بخیت» ته د اسلامي همکاریو سازمان د نوي سرمنشي ټاکل‌کېدو مبارکي ویلې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان د رغنده تعامل او همداراز د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د دې کتنې پرمهال د سیمې او نړی له هېوادونو سره د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو خبرې شوې، او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو رامنځته‌کېدل پرمختګونه بلل شوي دي.

د سرچینې په وینا چې د امیرخان متقي او طارق علي بخیت ترمنځ د دې لیدنې په پای کې د افغانستان او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا او همکاریو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه