خانهافغانستان"پنجشېر کې څه باندې ۳۰۰ کیلوګرام بېلابېل نشه‌يي توکي سوځول شوي"

“پنجشېر کې څه باندې ۳۰۰ کیلوګرام بېلابېل نشه‌يي توکي سوځول شوي”

د ا.ا کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په پنجشېر ولایت کې ۳۲۱ کیلوګرام بېلابېل نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا توکي د ښاري محکمې د حکم پر اساس د ځایي مسوولینو په شتون کې سوځول شوي دي. 

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې په غور ولایت کې ۳ زره ۶۵۰ کیلوګرام اومان له کشف کېدو وروسته سوځول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د غور ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې راټول شوي وو.

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. 

د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په هېواد کې د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو سلګونه کسان نیول شوي هم دي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه