په خیبر پښتونخوا کې د احتمالي بېړني حالت د اعلان په اړه د پیلشویو لاریونونو مشر، سهیل افریدي ټینګار کړی چې باید د دوی غوښتنې ومنل شي، او په وینا یې چې له دې پرته بله لاره نه تر سترګو کېږي.
د خیبر پښتونخوا په نږدې ټولو سیمو کې د پاکستاني حکومت پر ضد لاریونونه پیل شوي، او د پخواني لومړي وزیر، عمران خان د خوشېکېدو غوښتنې کېږي.
د دغو لاریونونو مشري د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدي کوي او ټینګار کوي چې په خیبر پښتونخوا کې یوازې د عمران خان قانون پلی کېږي.
افریدي د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف او د دغه هېواد ولسمشر، اصف علي زرداري هغو خبرو ته توند غبرګون ښودلی چې ښايي په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شي.
سهیل افریدي ټینګار کړی چې حکومت د لاریونوالو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه لري، او باید د دوی غوښتنې عملي شي.
د راپورونو له مخې چې په خیبر پښتونخوا کې له تېرو اتو ورځو لاریونونه ورځ تر بلې پراخېږي او لاریونوال هڅه کوي چې ځان تر اسلاماباد پورې ورسوي.


