خانهافغانستانافغانستان، اوزبیکستان او هند د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک...

افغانستان، اوزبیکستان او هند د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د افغانستان، اوزبیکستان او هند ترمنځ د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړو له لاسلیک‌کېدو خبر ورکړی دی. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان د خصوصي سکټور او یادو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ دا هوکړې وړمه ورځ (جمعه) د امام ابوحنیفه رح د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوې دي. 

سرچینې لیکلي چې دا هوکړه‌لیکونه په کابل کې د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غونډې پرمهال  لاسلیک شوي دي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د یادو هوکړو د لاسلیک ترڅنګ د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو او د مخکې لاسلیک شویو هوکړه‌لیکونو پر عملي‌کېدو هم ټینګار شوی دی. 

ویل شوي چې د یادو هوکړو لاسلیک کېدل به د افغانستان له خصوصي سکټور سره د اوزبيکستان او هند د شرکتونو سوداګریزې او پانګونې اړیکې پراخه کړي. 

د یادولو ده چې تېره جمعه په کابل کې د امام ابوحنیفه رح پنځم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو چې د ګڼو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون کړی و.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه