د ا.ا اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د اندونیزیا سفیر «نندا آوالیست» د یو پلاوي په ملتیا د بامیان ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه کړې، او یاد کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د اندونیزیا سفیر په حواله راغلي چې اندونیزیا په افغانستان او اندونیزیا کې د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ د ودې په موخه فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي، او په وینا یې چې د دغو پروګرامونو موخه مطالعې ته د ځوانانو هڅول، د هغوی د پوهې او معلوماتو د کچې لوړول او له اوزګار وخت اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.
د اندونیزیا سفیر همداراز ویلي، هڅه کېږي چې ځوانان د خپل وخت ډېره برخه د ټولنیزو شبکو او مجازي پاڼو پر ځای مطالعې، د پوهې ترلاسه کولو او فکري ودې ته مخه کړي.
د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز لیکلي چې بلخوا د بامیانو د عامه کتابتون مدیر د ۱۵۰ ټوکه کتابونو د ډالۍ کولو او دغه ارزښتناک فرهنګي ګام له امله خوښي څرګنده کړې او د نوموړي له دې اقدام څخه یې هرکلی دی.
نوموړي دغه فرهنګي نوښت د کتابتون د مطالعاتي سرچینو د بډاینې، د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ د پیاوړتیا او ځوانانو او د کتاب مینهوالو ته د کتابونو او پوهې ته د لاسرسي د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو لپاره اغېزمن ګام بللی دی.


