Thursday Jul 19, 2018

د سخت دریځو جهادي ډلو د جوړولو په اړه د عمران خان اعتراف

نوشته شده توسط khaama - Wed Jan 03 2018, 10:07 am

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان اعتراف کوي چې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي په مرسته پاکستان د سخت دریځو جهادي ډلو په جوړولو کې لاس درلود.

نوموړی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بیان په غبرګون کې وویل، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو په مرسته د سخت دریځو جهادي ډلو د رامځته کولو سره د پاکستان ټولنه د رادیکالیزم قرباني شوی او د نړی په کچه د انزوا په حالت کې قرار لري.

هغه ولسمشر ټرمپ ته یو ناپوهه او ناشکره کس وباله او ټینګار یې وکړ چې پاکستان باید له دې وروسته د پیسو په بدل کې د نورو کسانو په جګړه له برخه اخیستلو ډډه وکړي.

ښاغلي خان وایي، سخت دریځې جهادي ډلې د امریکا استخباراتو رامنځته شوي او اوس دغه ډلې د ترهګرو تر نوم لاندې لمنځه وړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چې واشڼګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارډ ډالر ورکړي، خو په بدل کې پاکستان یواځې هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي چې امریکایي پوځیان د هغوي د ښکار پسې ګرځي.

خو ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې له دې وروسته دا کار د منلو وړ نه دی ځکه پاکستانیان فکر کوي چې امریکایي مشران احمقان دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید