د پروان امنیتي مسوولین وايي، چې دوی د ۶۵۶ کیلوګرامه لاجورد قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې او د دې قضیې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د پروان د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن(شنبه، د اکټوبر ۱۰مه) یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې د ولایت د ترهګرۍ ضد ځواکونو، د ۷مې امنیتي حوزې د ځواکونو سره په همکارۍ، دوه کسان نیولي دي.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، “نیول شویو کسانو په مهارت سره ۶۵۶ کیلوګرامه لاجورد، د جنسي پیاوړتیا شپږ کارټنونه، او درې ټوپکونه په یوه “۵۸۰” ډوله موټر کې ځای پر ځای کړل او له بدخشان ولایت څخه یې کابل ته انتقال کړل.”
د مسوولینو په وینا، نیول شوي کسان د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او د لومړنیو څېړنو په جریان کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
د پروان د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر زیاته کړه چې دا کسان د نورو څېړنو او قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان یو داسې هېواد دی چې په زیاتره ولایتونو کې یې د قیمتي ډبرو ډیری کانونه شتون لري، خو د دې ډبرو قاچاق د دې کانونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.
په دې وروستیو کې، ا.ا د کانونو د قاچاق د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.


