د لوګر مسوولین وایي، د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پنځو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا پېښې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې دا پېښې د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله شوې دي.
مسوولینو د دغو ترافیکي پېښو د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.
له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټر چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د وروستیو ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو په ګډون لسګونه ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په لویو مسافر وړونکو موټرو کې زرګونه جي پي اېس الې هم نصب کړې دي، خو لا هم د دې پېښو له امله مرګژوبله اوړي.


