خانهافغانستانکابل کې د نشه‌يي توکو ۱۴۸ کاروباریان نیول شوي

کابل کې د نشه‌يي توکو ۱۴۸ کاروباریان نیول شوي

د ا.ا کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په کابل ښار کې ۱۴۸ کسان د نشه‌يي توکو خرڅلاو، استعمال او قاچاق په تړاو نیول شوي دي. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کسان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د جلا عملیاتو پرمهال نیول شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لیکلي چې له نیول‌شویو کسانو څخه ۱.۷۴۹ کیلوګرامه چرس، ۱.۲ کیلوګرامه شیشه، ۴ لیتره الکولي مشروبات، ۵ بوتله طبي الکول، څه اندازه هیروئین، ۷۲۰ ګرامه تریاک او ۶۳۵۴ عدده د نشې ګولۍ ترلاسه شوې دي.

د یادولو ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو د خلکو نیول کېدل زیات شوي دي. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، قاچاق، استعمال او هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم ویجاړې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه