خانهنړۍد خیبر پښتونخوا لاریون؛ د تحریک انصاف ګوند لاریونوال به ژر صوابۍ...

د خیبر پښتونخوا لاریون؛ د تحریک انصاف ګوند لاریونوال به ژر صوابۍ ته ورسېږي 

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدي له لاریونوالو غوښتي چې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه تر صوابۍ پورې ورشي، او په وینا یې چې هلته به د راتلونکو پلانونو په اړه اعلان وشي. 

د راپورونو له مخې چې د تحریک انصاف ګوند دغه پراخ لاریون تېره شپه چارسدې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې سبا (یکشنبه) صوابۍ ته ورسېږي.

خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت ضد دا لاریونونه د پاکستان پخواني لومړي وزیر، عمران خان او د «پي‌ټي‌آی» د نورو مشرانو د خوشې‌کېدو لپاره کېږي.

سهیل افریدي غوښتي چې په دې لاریون کې دې د خیبر پښتونخوا د ټولو ولسوالیو خلک ګډون وکړي او د لاریون د نورو پړاوونو لپاره به پلان سره شریک شي.

د راپورونو له مخې چې په خیبر پښتونخوا کې د پي‌ټي‌آی په مشرۍ دا لاریونونه پراخ بلل شوي، او لاریونوالو غوښتي چې دوی به ځانونه تر اسلام‌اباد پورې رسوي.

تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت اسلام‌اباد ته د لاریونوالو د ننوتلو مخنیوي لپاره یو شمېر لارې د کانتینرونو په وسیله تړلې وې.

د یادولو ده چې په پاکستان کې تر دې مخکې هم د عمران خان د خلاصون لپاره د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریونونه کړي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه