د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي «انتونیو ګوتیریش» سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ارزښت ټینګار کړی دی.
شهباز شریف ویلي چې «سوله ییز او باثباته» افغانستان د پاکستان په ګټه دی. هغه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او هغه څه په اړه اندېښنه ښودلې چې هغه یې «له افغانستان څخه راپورته کیدونکی ترهګري» بولي.
د پاکستان لومړي وزیر د دې ډلو پر وړاندې د کلکو او تایید وړ اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمهییزو او نړیوالو مسلو په اړه هم خبرې کړې. شهباز شریف د څو اړخیزتوب، خبرو اترو، نړیوال قانون او د شخړو د سولهییز حل په ملاتړ کې د «ګوتریش» رول ستایلی دی.
شهباز شریف د پاکستان او هند ترمنځ د سیند د اوبو د تړون په اړه هم ویلي چې دا تړون یو پابند نړیوال تړون دی او د هغه په وینا، د هند یو اړخیزه پریکړه چې دا وځنډوي په قانوني توګه د توجیه وړ نه دی.
ګوتریش د چهارشنبې په ورځ له عاصم منیر سره هم ولیدل. د پاکستان پوځ ویلي چې دواړو خواوو د سیمې د امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات، د کشمیر شخړې او «له افغانستان څخه د راپورته کیدونکي ترهګرۍ» په اړه خبرې کړې دي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د اکتوبر په لومړۍ نیټه پاکستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل.
هغه مهال ملګرو ملتونو ویلي وو چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډیری یې ماشومان وو، وژل شوي دي.
د پاکستان پوځي هغه بریدونه اسلامي امارت هم په کلکه غندلي وو.


