خانهافغانستانراشد خان او عظمت‌الله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه...

راشد خان او عظمت‌الله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړل

افغانستان دوه کرکټ لوبغاړي د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په نړیواله درجه ‌بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي دي.

راشد خان د یو ورځنیو (ODI) او شل اوریزو(T20I) سیالیو د توپ اچوونکو په درجه‌بندۍ کې لومړی دی، او همداراز عظمت‌الله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو د ال‌راونډرانو په درجه ‌بندۍ کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی.

راشد خان د ۷۱۴ امتیازونو په لرلو سره لا هم د نړۍ د پنځوس اوریزو سیالیو د غوره توپ‌ اچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای لري.

د پاکستان ابرار احمد ۶۷۵ امتیازونو سره دویم او د سویلي افریقا کیشو مهاراج ۶۶۷ امتیازونو سره درېیم ځای لري.

عظمت‌الله عمرزي ۳۳۷ امتیازونو سره د پنځوس اوریزو سیالیو د غوره هر اړخیزو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی مقام ساتلی دی.

له عمرزي وروسته، د زیمبابوې سکندر رضا او د بنګله‌دېش مهدي حسن میراز په دویم او درېیم ځای کې دي.

باید وویل شي چې دواړو لوبغاړو تر دې وړاندې هم د کرکټ نړیوالې شورا کې لومړي مقامونه خپل کړي وو.

تر عظمت‌الله عمرزی وړاندې د هېواد د ملي لوبډلې بل لوبغاړی محمدنبي عیسی‌خېل د کرکټ نړیوالې شورا په د ال‌راونډرانو په درجه ‌بندۍ کې د نړۍ لومړی مقام درلود.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه