د ا.ا بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په مسکو کې د ا.ا سفارت لپاره ځانګړې شوې ۱٫۶۸ هکتاره ځمکه له نږدې لیدلې ده.
بهرنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه لیکلي چې له متقي سره په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر، ګل حسن حسن هم ملتیا کوله.
د خبرپاڼې له مخې چې یاده ځمکه د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو استازولیو د خدمتونو د عمومي ادارې (УПДК) له لوري د مسکو ښار په یوه مهم او ستراتېژیک موقعیت کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ده.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلان له مخې، پر دې ځمکه به د افغانستان سفارت ودانۍ او نور اړین تأسیسات جوړ شي، چې په بشپړېدو سره به د سفارت د اداري، قونسلي او کلتوري فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي له څو ورځې راهیسې په مسکو کې دی او هلته یې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه کې ګډون او وینا وکړل.
متقي د یاد سفر په ترڅ کې له ځینو روسي چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم ناستې وکړې.


