د تهران او واشنګټن د ترینګلتیاوو په دوام، د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف وایي چې د امریکا د پوځي اقداماتو پر وړاندې د ایران وړتیا پیاوړې شوې ده.
قالیباف ویلي چې امریکا د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال دې پایلې ته رسېدلې چې ایران ته د پوځي اقداماتو له لارې زیان نهشي رسولی، ځکه اوس د ایران د کورني امنیت د کمزوري کولو هڅې کوي.
د نوموړي په وینا چې امریکا اوس پر ایران خپل جدي او بنسټیز فشار اقتصادي برخې او د هېواد د کورني امنیت د کمزوري کولو هڅو ته اړولی دی.
محمد باقر قالیباف تر دې مخکې هم پر ایران د امریکا بندیزونه او فشارونه د واشنګټن پخواني تګلاره بللې وه او ګواښ یې کړی چې د دغو فشارونو دوام به ایران پوځي اقدام ته اړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې امریکا پر ایران اقتصادي فشارونه او بندیزونه زیات کړي او د ایراني چارواکو غوسه یې پارولې ده.
د یادولو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ اوس هم د هر ډول بریدونو احتمال شته.


