د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۷۴ زره ۲۴۵ فلسطینیانو ژوند بایللی او سلګونه زره نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ له تېر یو کال اوربند راهیسې هم د اسرائیلو د بریدونو له امله په غزه کې ۱۴۶۲ فلسطینیانو ژوند بایللی چې ډېر یې ماشومان او ښځې دي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د غزې شاوخوا ۹۴ سلنه وګړي بیړني سرپناه او لومړنیو کورنیو توکو ته اړتیا لري او نږدې ۶۵ سلنه کورنۍ په خېمو یا موقتي سرپناوو کې ژوند کوي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې چې په غزه کې د جګړې له امله د اوبو او برېښنا سیستمونه، سړکونه او مخابراتي شبکې هم سختې زیانمنې شوې، او له ۲۰۲۳ کال راهیسې د غزې ۹۲ سلنه اقتصادي بنسټونه زیانمن یا ویجاړ شوي او د بېکارۍ کچه ۷۸ سلنې ته رسېدلې ده.
د راپورونو له مخې، عموماً په غزه کې د اسرائیلو د درې کلنې جګړې له امله د دې سیمې د اوسېدونکو ژوند، اقتصاد، روغتیا او زدهکړې له سختو ستونزو سره مخ شوي، ماشومان له زدهکړو بېبرخې او لسګونه ښوونځي یې ویجاړ شوي دي.


