د عدن د امنیت ریاست د رسنیو دفتر اعلان وکړ، چې د حوثیانو دوه توغنديو په یمن کې د عدن نړیوال هوايي ډګر په نښه کړ.
د عدن د امنیت ریاست د رسنیو دفتر نن(چهارشنبه، د اکټوبر ۷مه) اعلان وکړ، چې حوثیانو د نن چهارشنبې په سهار دوه توغنديو په یمن کې د عدن نړیوال هوايي ډګر په نښه کړ. دغې پېښې کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د رویټرز خبري اژانس د دې خبر په حواله ویلي چې د عدن نړیوال هوايي ډګر د یمن د هغو برخو لپاره د نړیوالو اړیکو اصلي دروازه ده چې د حوثیانو له کنټرول څخه بهر دي.
مخکې له دې، د العربیه خبري شبکې د یمن د مشروع حکومت د لنډمهاله پلازمینې عدن کې د اوریدل شویو چاودنو غږ ته په اشارې سره لیکلي وو: لومړني راپورونه ښیي چې د عدن نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو لخوا د دوو توغندیو په نښه شوی دی.
له دې سره د الحدث خبري شبکې هم په دې موضوع لیکلي وو چې حوثیانو د عدن نړیوال هوايي ډګر رن وی په نښه کړی دی.


