هندي رسنیو راپور ورکړی چې د ممبۍ د چترپتي شیواجي مهاراج نړیوال هوايي ډګر کې د کډوالۍ چارواکو د افغانستان، بنګله دیش او نیپال څخه درې بهرني اتباع د جعلي اسنادو او غلط معلوماتو سره د هندي پاسپورټونو ترلاسه کولو په تور نیولي دي.
دا درې کسان د اکټوبر په ۳ او ۴ نېټه پیژندل شوي او پولیسو ته سپارل شوي دي. د راپورونو له مخې پاسپورټونه د ممبۍ او کلکتې د پاسپورټ دفترونو د دلالانو په مرسته ترلاسه شوي دي. د ښکیلې شبکې د پیېژندلو لپاره تحقیقات روان دي.
یو افغان تبعه، تازه خان زرمتي، د اکټوبر په ۴مه هغه وخت ودرول شو کله چې هڅه یې کوله د انډیګو په الوتکه کې د ابراهیم خان په نوم د هندي پاسپورټ په کارولو سره دوبۍ ته سفر وکړي. افسران په پاسپورټ کې د افغان ویزې سټیکرونو لیدلو وروسته شکمن شول. د بایومیټریک سکین دوه افغان پاسپورټونه د تازه خان زرمتي او تازه خان په نومونو څرګند کړل.
هغه لومړی د می په ۲۰۱۶ کې د ناروغ په ویزه هند ته داخل شو او په هماغه کال افغانستان ته راستون شو. هغه د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر کې د طبي درملنې لپاره هند ته بیا داخل شو، خو د ویزې له پای ته رسېدو وروسته، هغه هلته په غیرقانوني توګه پاتې شو او د هند د هویت اسناد یې ترلاسه کړل چې پکې د ادھار، پین او رایه ورکوونکي کارت شامل دي. هغه بیا په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د جعلي معلوماتو په کارولو سره هندي پاسپورټونه ترلاسه کړل.
دوه نور تورن کسان، ۴۸ کلن بنګله دیشی روبندر مونډل، چې پلان یې درلود ابوظبي او بیا پاریس ته سفر وکړي، او ۴۰ کلن نیپالی دیپک ګیري، چې له کتمندو څخه له رسېدو وروسته پېژندل شوی و، هم د جعلي معلوماتو په کارولوسره هندي پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.
نیول شوي کسان په ممبۍ کې د پاسپورټ جعل کارۍ د پراخو پلټنو یوه برخه ده. پولیسو مخکې ویلي وو چې دوی د ۲۰۲۵ کال د مارچ او ۲۰۲۶ کال د فبروري ترمنځ شاوخوا ۲۰ دلالان نیولي دي چې د جعلي اسنادو په کارولو سره بهرنیو او هندي اتباعو ته د پاسپورټونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.


