خانهافغانستاند اوزبیکستان ۱۴ کسیز پلاوي د غزني له بېلابېلو ځایونو لیدنه کړې

د اوزبیکستان ۱۴ کسیز پلاوي د غزني له بېلابېلو ځایونو لیدنه کړې

د غزني ولایت مقام خبر ورکړی چې له اوزبیکستان څخه راغلی ۱۲ کسیز ډیپلوماتیک پلاوی غزني ولایت ته تللی او د دغه ولایت له بېلابېلو ځایونو یې لیدنه کړې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې د اوزبیکستان د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د یاد هېواد د مسلمانانو اداري مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌ بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ته د خپل سفر پر مهال د غزني ولایت له والي الحاج ملا ولي جان حمزه، یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو او د علماوو شورا له غړو سره کتلي دي.

د دې کتنې پرمهال د غزني والي چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ازبېکستان سره په بېلابېلو برخو کې ګډ کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړیکي لري او د اسلامي شریعت له مخې خپلو ټولو ژمنو ته ژمن دی.

بلخوا د ازبېکستان ډیپلوماټیک پلاوي غزني ته د خپل سفر موخه د ازبېکستان او افغانستان ترمنځ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو پراختیا او د غزني اوسېدونکو د کلتوري دودونو لا ښه پېژندنه بللې دهږ

اوزبیکستاني پلاوي د غزني له یو شمېر تاریخي ودانیو او ځایونو، لکه د اسلامي نړۍ نامتو شاعر، حضرت حکیم سنایي غزنوي مقبره، د ابوریحان البیروني مزار، د سومنات فاتح سلطان محمود غزنوي مقبره، د باباجي جومات او د منارو له ساحو څخه لیدنه کړې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه