نن(سهشنبه، د اکټوبر ۶مه) د افغان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي «نجیبالله ترهکي» شپږم تلین دی.
ترهکي د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۶مه د یوې ترافیکي پېښې کې، کله چې په پښو له سړک د تېرېدو پر مهال ټپي شو.
۲۹ کلن نجیبالله ترهکی د ژورو ټپونو له امله درې ورځې وروسته په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي پر مړینې د افغان کرکټ بورډ او ملي لوبډلې لوبغاړو په ګډون د نړۍ بېلابېلو نومتو کسانو خواشیني څرګنده کړې وه.
نجیب الله ترهکی د ملي لوبډلې یو پیاوړی توپوهونکی و چې په ۱۲ شل اوریزو او یوه یو ورځنۍ سیالۍ کې یې د افغانستان استازیتوب کړی و.
نجیبالله ترهکی د افغان لوبډلې یو پیلیز او زړور لوبغاړی و، هغه د افغانستان په کرکټ کې یو تلپاتې نوم پرېښود، او نن د افغانستان د کرکټ مینهوال د هغه یاد تازه کوي.
ترهکی د هېواد نه هېرېدونکی لوبغاړی دی، چې کرکټ بورډ هر کال د نوموړي یاد ساتو په موخه بېلابېلې سیالۍ په لاره اچوي.


