خانهافغانستان"د بغلان بورې امارتي شرکت ۳۱۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول...

“د بغلان بورې امارتي شرکت ۳۱۵ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه”

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې د بغلان د بورې امارتي شرکت اړوند ۳۱۵ جریبه ځمکه له غصب څخه راوګرځول شوې ده.

د دغه شرکت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا ځمکه شاوخوا ۴۵ کاله د سرخ‌کوتل، ګورګان او پولي‌خاټول کلیو د ځینو اوسېدونکو له خوا غصب شوې وه. 

د خبرپاڼې له مخې چې د ۳۱۵ جریبه ځمکې له بېرته ترلاسه کولو وروسته، له اړوندو اوسېدونکو سره د شرکت د اصولو له مخې قراردادونه شوي او ځمکه ورته د اجارې په ډول ورکړل شوې ده.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست همداراز لیکلي چې د اړوندو جایدادونو بېرته ترلاسه کول او په منظم ډول یې اجاره کول، د شرکت د عوایدو د زیاتوالي او غوره مدیریت ته زمینه برابروي.

دې ادارې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ تر څېرمه د نفت او ګاز امارتي شرکت شپږ جریبه او ۱۲ متره مربع غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوې ده.

د سرچینې په وینا چې یاده ځمکه چې له اوږدې مودې راپدې خوا د شرکت له واک او تصرف څخه بهر وه، د پرله‌پسې هڅو په پایله کې بېرته د نفت او ګاز امارتي شرکت په واک کې ورکړل شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه