Wednesday Apr 25, 2018

د پاکستان پر خلاف د امریکا متحده ایالاتو نوی اقدام

نوشته شده توسط khaama - Wed Jan 03 2018, 7:18 am

د امریکا متحده ایالاتو چارواکو له ترهګرو سره د ملاتړ په خاطر د پاکستان پر خلاف د نیو اقداماتو خبر ورکوي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نکې هیلې تېره ورځ وویل، چې  پر پاکستان تور پورې کړ، چې ترهګرو ته پناه ورکوي او ‘دوه مخې لوبه کوي. ‘

نوموړې زیاته کړه، چې په همدې خاطر د امریکا متحده ایالاتو حکومت ه پاکستان سره مرستې بندوي.

هغې وویل ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د پاکستان ۲۲۵ میلیونه ډالره مرسته ودروي.

اغلې هیلې زیاته کړه، چې پاکستان د امریکایي ځواکونو پر خلاف د بریدونو لپاره افغانستان ته ترهګر لېږي او ټینګار یې وکړ چې دغه لوبه د منلو نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چې واشڼګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارډ ډالر ورکړي، خو په بدل کې پاکستان یواځې هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي چې امریکایي پوځیان د هغوي د ښکار پسې ګرځي.

خو ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې له دې وروسته دا کار د منلو وړ نه دی ځکه پاکستانیان فکر کوي چې امریکایي مشران احمقان دي.

د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس هم له دې وړاندې ویلي وو چې له اوږدې مودې راهیسې پاکستان افغان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي.

هغه وویل که چې له امریکا سره د ملګرتیا په صورت پاکستان به ډیرې لاسته راوړنې ولري خو که چیرې ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي نو پاکستان به سخت زیان وویني.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید