د ا.ا یوه پوځي پلاوي د روسیې د پوځي تمریناتو په څنډه کې د شمالي کوریا له یوه پوځي چارواکي سره وکتل. په دغې کتنې کې د ا.ا یو قوماندان نصیبالله مدني د شمالي کوریا د پوځي اتشه رو کی چول سره د پوځي روزنې او تجربو تبادلې په اړه خبرې وکړې.
د سویلي کوریا د یونهاپ خبري اژانس نن(سهشنبه، د تلې ۱۴مه) راپور ورکړ چې د ا.ا پوځي پلاوي د روسیې په بلنه د مرکز ۲۰۲۶ څو اړخیز تمرین کې برخه اخیستې وه. دا تمرین د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر له ۲۶ څخه تر ۲۹ پورې د روسیې په څو سیمو کې ترسره شو.
انکې نیوز دا هم راپور ورکړ چې مدني د شمالي کوریا د پوځي اتشه رو کی چول سره ولیدل. د ا.ا د دفاع وزارت لخوا په خپاره شوي عکس کې، دواړه چارواکي د تمرین د وسلو په نندارتون کې یوځای لیدل کیږي.
له دې سره د ا.ا د دفاع وزارت یوازې دا تایید کړې چې د ډلې پلاوي د تمرین په جریان کې د شمالي کوریا، چین، هند، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان او تاجکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له پوځي استازو سره ولیدل.
د وزارت په وینا، دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، د پوځي تجربو تبادلې، تخصصي روزنې او د همکارۍ په برخو بحث وکړ.


