خانهنړۍد ملګرو ملتونو عمومي منشي «اسلام‌اباد» ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي «اسلام‌اباد» ته رسېدلی

د پاکستان کورنیو چارو وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوېتریش په درې‌ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې، اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې ګوېترش به د روانې اکتوبر له ۶ تر ۸ مې په اسلام‌اباد کې پاتې شي، او له پاکستاني چارواکو سره به پر بېلابېلو مسایلو خبرې ولري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د دوی سرپرست وزیر، نبیل منیر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي هرکلی کړی دی. 

پرون پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوېتریش پاکستان ته ځي او د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره ناستې لري. 

پاکستان ته د «انتونیو ګوېترش» سفر داسې مهال کېږي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند او پخواني لومړي وزیر، عمران خان پلویانو پراخ لاریونونه پيل کړي، او اسلام‌اباد ته د ننوتلو هڅې کوي.  

لاریونوال له پاکستاني حکومت غواړي چې پخوانی لومړی وزیر، عمران خان باید ژر تر ژره خوشی شي.  

بلخوا د پاکستان اوسني حکومت د دغه هېواد پلازمېنې، اسلام‌اباد ته ټولې لارې د لاریونوالو پر مخ تړلې، او ځینو پاکستاني چارواکو د لاریونوالو د ځپلو غوښتنه کړې ده.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه