د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته وینا کړې او د افغانستان پر روان وضعیت او بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي د وینا پرمهال د افغانستان اقتصادي پرمختګونو، پراختیايي پروژو، سوداګرۍ، نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې، له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکو او پر افغانستان د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ټرانزیټ او سیمهییزو سوداګریزو دهلیزونو په برخو کې پراخ ظرفیتونه لري او د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او ټرانس افغان رېلپټلۍ په څېر پروژو پراختیا د سیمې د ګډو اقتصادي ګټو لپاره مهمه ده.
نوموړي ویلي چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د مرکزي او جنوبي اسیا، چین، روسیې او منځني ختیځ ترمنځ د اقتصادي اتصال مهمه نقطه وګرځي.
متقي ویلي، دوی غواړي چې افغانستان د اقتصادي همکاریو او اتصال نقطه او له ټولو هېوادونو سره متوازنې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري، هغه له نورو هېوادونو غوښتې چې د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ د فشار او انزوا پر ځای د مستقیم ډیپلوماټیک تعامل او متقابلو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر همداراز پر افغان خاوره د پاکستان هوایي بریدونو ته په اشارې ویلي چې پاکستاني رژیم دې د افغانستان پر وړاندې له پوځي ژبې لاس واخلي، او په وینا یې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د متقابل تورونو او پوځي اقداماتو پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
امیرخان متقي د مسکو فارمټ اتمې غونډې ته د وینا پرمهال په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د نشهیي توکو ستونزه یوازې د افغانستان داخلي موضوع نه، بلکې سیمهییزه او نړیواله مسئله ده او د مخنیوي لپاره یې د سیمې د هېوادونو ګډو اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي.


