د ا.ا کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رییس «پولی اوک سری» سره کتلي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې، په ځانګړي ډول د سروې او معلوماتو راټولولو په برخو کې د دواړو لوریو د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، عبدالرحمن منیر په دې برخه کې د شویو مسلکي اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي، او د دې نړیوالې پدیدې پر وړاندې مبارزې لپاره یې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د ګډو هڅو او دوامدارې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د کتنې پرمهال دواړو لوریو همداراز د شته همکارۍ پر دوام او د ګډې همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره د لازمو اقداماتو پر ترسرهکېدو ټینګار کړی دی.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.


