خانهافغانستاننن د ښوونکي نړیواله ورځ ده

نن د ښوونکي نړیواله ورځ ده

نن دوشنبه، د اکټوبر ۵مه د ښوونکي نړیواله ورځ ده. دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د ښوونکو د رول د درناوي، د هغوی د ملاتړ او حقونو د خوندیتوب او د کاري شرایطو د ښه‌والي په موخه نمانځل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې په نننۍ نړۍ کې، د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او غلط معلوماتو د خپریېدو سره، د ښوونکو رول تر بل هر وخت ډېر مهم شوی دی.

د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یوناما د هغو ښوونکو ستاینه کړې چې د زده‌کړې، الهام او لارښوونې له لارې د انسانانو په وده او پرمختګ او د سوله‌ییزو او سوکاله ټولنو په جوړولو کې رول لوبوي.

سازمان د افغان ښوونکو ته هم ځانګړې درناوی وړاندې کړ، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې د سختو شرایطو، محدودو اسانتیاوو او ګڼ شمېر ننګونو سره سره د هېواد په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې درس ورکولو ته دوام ورکوي.

یوناما ټینګار کړی چې په داسې حالت کې چې نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او د غلطو او ګمراه کونکو معلوماتو د خپرېدو له امله په زیاتېدونکي توګه اغېزمنه شوې ده، د نویو نسلونو په لارښوونه او روزنه کې د ښوونکو رول ډیر مهم شوی دی.

ادارې د ښوونکو څخه د هغه پوهې، هغه لارې چې دوی یې راتلونکو نسلونو ته ښیې، او هغه هیله او هڅونې لپاره مننه کړې چې دوی یې د نسلونو په زړونو کې ژوندۍ ساتي.

له دې سره یونسکو د دې ورځې په مناسبت ویلي چې ډیجیټلي ټکنالوژي، اقلیمي بدلون، کډوالي او بې‌ځایه‌کېدل هغه نوې ننګونې دي چې ښوونکي ورسره مخ دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه