خانهافغانستانروزګان کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه له منځه وړل شوې

روزګان کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه له منځه وړل شوې

د ا.ا کورنیو چارو وزارت د روزګان ولایت خاص روزګان ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو یوې کارخونې له کشف او له منځه‌وړل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کارخونه د روزګان ولایت امنیې قوماندانۍ د ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوې ده. 

یاد وزارت لیکلي چې د نشه‌يي توکو په دې کارخونه کې ۴ زره ۳۰۰ کیلوګرامه ومان بوټي، ۷۵۰ کیلوګرامه چونه او لسګونه کیلوګرامه سو‌ډا کشف او وروسته له منځه وړل شوي دي.

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې او له منځه وړل شوې دي.

بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې به هېچاته د نشه‌يي توکو استعمال، قاچاق او نور کاروبار اجازه نه ورکول کېږي.

د یادولو ده چې له تېر یو کال راهیسې د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو سلګونه کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه