د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ د جګړې په دوام، تازه حوثیانو ادعا کړې چې په «ریاض» کې یې د نفتو پر یو مرکز برید کړی او ویشتلی یې دی.
د حوثیانو د ادعا له مخې چې د ارامکو نفتي مرکز د ډرون او بالیستیک توغندیو په وسیله په نښه شوی دی.
بلخوا د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو بهرنیو معتبرو رسنیو هم دا بریدونه تایید کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړې زور اخیستی او دواړو لوریو یو پر بل پراخ بریدونه کړي دي.
په ورته مهال ځینو هېوادونو په روانه جګړه کې د سعودي عربستان ملاتړ کړی او د یمن له حوثیانو یې غوښتي چې پر سعودي عربستان خپل بریدونه پایته ورسوي.
دغو هېوادونو د سعودي عربستان او یمن ترمنځ جګړه د سیمې د بېثباته کېدو لامل بللې او له دوی یې غوښتي چې دا جګړه ژر پایته ورسوي.
د سعودي عربستان چارواکو بیا ادعا کړې چې حوثیان د مدینې منورې شاوخوا سیمې هم ویشتلې او له نړۍ یې غوښتي چې له دوی سره د حوثیانو بریدونو په مخنیوي کې ملاتړ وکړي.


