خانهنړۍسهیل افریدي: په «لکي مروت» کې نن ستر لاریون پیلېږي

سهیل افریدي: په «لکي مروت» کې نن ستر لاریون پیلېږي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدي وایي چې د پاکستاني حکومت پر ضد لاریون لومړی پړاو به نن (یکشنبه) په لکي مروت کې پیل شي.  

خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت ضد دا لاریونونه د پاکستان پخواني لومړي وزیر، عمران خان او د «پي‌ټي‌آی» د نورو مشرانو د خوشې‌کېدو لپاره کېږي.  

سهیل افریدي غوښتي چې په دې لاریون کې دې د خیبر پښتونخوا د ټولو ولسوالیو خلک ګډون وکړي او د لاریون د دویم پړاو لپاره به پلان سره شریک شي. 

د راپورونو له مخې چې په خیبر پښتونخوا کې د پي‌ټي‌آی په مشرۍ دا لاریونونه پراخ بلل شوي، او لاریونوالو غوښتي چې دوی به ځانونه تر اسلام‌اباد پورې رسوي. 

تر دې مخکې هم د پاکستان حکومت اسلام‌اباد ته د لاریونوالو د ننوتلو مخنیوي لپاره یو شمېر لارې د کانتینرونو په وسیله تړلې وې.

د یادولو ده چې په پاکستان کې تر دې مخکې هم د عمران خان د خلاصون لپاره د تحریک انصاف ګوند پراخ لاریونونه کړي وو.

په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې کورنۍ ګډوډۍ او امنیتي پېښې زیاتې شوې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه