خانهافغانستانا.ا له روسیې سره د روغتیايي همکارۍ او درملو واردولو په اړه...

ا.ا له روسیې سره د روغتیايي همکارۍ او درملو واردولو په اړه خبرې وکړې

د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وایي، چې نور جلالي د روسیې د روغتیا وزیر میخایل البرتوویچ مراشکو سره د اوږدمهاله روغتیا همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي. د ا.ا د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا او د درملو او طبي تجهیزاتو د واردولو په اړه له روسیې سره خبرې اترې شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل نن(شنبه، د تلې ۱۱مه) لیکلي چې نور جلالي د غونډې په جریان کې له روسیې څخه د واکسینونو او عصري طبي ټیکنالوژۍ د واردولو غوښتنه کړې ده.

د هغه په ​​وینا، جلالي له روسیې څخه غوښتي چې د ا.ا  له ادارې سره د سیسټم جوړولو، د روغتیا خدماتو د کیفیت ښه کولو او د طبي مسلکیانو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

شرافت زمان زیاته کړه چې دواړو خواوو د غونډې په جریان کې د مسوولینو ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتولو او د روغتیا اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزیر په داسې حال کې له روسیې څخه د درملو او طبي تجهیزاتو د واردولو غوښتنه کوي، چې له پاکستان سره د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله شاوخوا یو کال راهیسې د پاکستاني درملو واردول منع کړي دي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هند هم د درملو په برخه کې له ا.ا د هراړخیزې همکارۍ خبرې کړې وې.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه