د ټولګټو وزارت وایي چې په تېره سنبله میاشت کې له اوسپنیزې لارې ۷۹۰ زره ۷۴۱ مټریک ټن انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د حیرتان بندر له لارې ۵۲۵۶۶۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۴۵۵۵ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۵۸۹۲۴ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۴۱۵۹۴ ټنه انتقالات شوي.
د ټولګټو وزارت ویاند ویلي چې ټولټال ۷۹۰۷۴۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په سنبلې مياشت کې ۳۷۴۴ ټنه ګاز لرونکې نوشابه باب، ممیز او معدني ډبرې صادر شوي دي.
د نوموړي په وینا، هر څومره چې د اوسپنېزې لارې څخه د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز ویلي، چې یاد وزارت هڅه کوي، د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.


