د بلجیم چارواکي وایي چې په جرمونو محکوم او ناقانونه افغان کډوال باید افغانستان ته واستول شي، او په دې اړه به د «ا.ا» له چارواکو سره خبرې ولري.
د بلجیم د پناهغوښتنې او کډوالۍ وزیرې«انیلین وان بوسویت» ویلي چې د دغه ډول افغانانو د ایستلو لپاره به د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې ولري.
د هغې په وینا چې په دې اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې له «طالبانو» څخه د ملاتړ په مانا نه دي.
تر دې مخکې جرمني افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل پیل کړي، او تازه یې د هغو شاوخوا ۵۰۰ کډوالو د ایستلو اراده کړې چې حتا جرمي سابقه هم نه لري.
جرمني یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې سلګونه افغانان افغانستان ته رالېږلي دي.
بلخوا روسیې له اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو پر ایستلکېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په اروپا او امریکا کې هېڅ ډول اصول نهشته.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاراوا ویلي چې لوېدیځ له یوې خوا ځان د بشري حقونو مدافع ګڼي او له بلې خوا افغان کډوال په جبري توګه وباسي.


