خانهنړۍپاکستان کې د تلفاتو کچه ۸۳٪ لوړه شوې

پاکستان کې د تلفاتو کچه ۸۳٪ لوړه شوې

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز (CRSS) راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ له امله رامنځته شوي تلفات د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې د همدې کال د دویمې ربعې په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوي دي.

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز (CRSS) نن(شنبه، د تلې ۱۱مه) راپور ورکړی، چې د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان د جګړو او ناامنۍ له امله وژل شوي او ۵۵۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه شمېر کې ۸۲۹  تنه وژل شوي د بلوچستان دي او ۵۵۶ تنه وژل شوي د خیبر پښتونخوا دي.

ویل شوي چې د ټولو تلفاتو شاوخوا ۹۸ سلنه په همدې دوو ایالتونو کې ثبت شوي او د تاوتریخوالي زیاتوالی تر ډېره په بلوچستان او خیبر پښتونخوا سیمو کې د جګړو د شدت او امنیتي عملیاتو له زیاتېدو سره تړاو لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه