خانهنړۍپر غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۱۱ فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

پر غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۱۱ فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، اسرائیلو یو وار بیا پر غزې هوایي بریدونه کړي چې له امله یې پنځو کسانو ژوند بایللی او شپږ نور ټپيان شوي دي. 

د الجزیرې خبري شبکې په راپور کې راغلي چې اسرائیلو دا بریدونه نن (شنبه) د غزې په لوېدیځ کې ښار کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ کړي دي. 

د راپورونو له مخې چې اسرائیلي دا تازه بریدونه د غزې په یوه ګڼ‌مېشته سیمه کړي، او په داسې حال کې چې د یادې اوسېدونکو ته هېڅ ډول خبرداری هم نه و ورکړ شوی. 

اسرائیلو له حماس سره تر اوربند وروسته لا هم په وقفه‌يي ډول پر غزې ښار بریدونه کوي او له اوربند سرغړونه کوي. 

اسرائیلو تر دې مخکې او له اوربند وروسته هم پر غزې د بریدونو له امله لسګونه فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. 

په ورته مهال یو شمېر هېوادونو او پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو پر غزې بریدونه «نسل‌وژنه» بللې او له اسرائیلي پوځ یې غوښتي چې دا ډول بریدونه پایته ورسوي. 

د یادولو ده چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله تر دې دمه له ۱۵۰ زرو ډېر فلسطینیانو ژوند بایللی او سلګونه زره نور ټپيان شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه