خانهنړۍایران وايي، د یمن له حوثیانو سره دې 'د پوځي اقدام پرځای'...

ایران وايي، د یمن له حوثیانو سره دې ‘د پوځي اقدام پرځای’ سیاسي تعامل وشي 

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار وايي چې د مکې تړون یوه کمېټه په ریاض کې د یمن حوثیانو پر وړاندې د پوځي اقدام پرځای د سیاسي تعامل په اړه غونډه کوي.   

ډار ویلي چې دا وړاندیز د ایران کړی، او غوښتل شوي چې له حوثیانو سره دې سیاسي تعامل وشي.  

ایران ویلي چې د یمن حوثیان او عراقي ملېشو له دوی سره کوم تړاو نه لري، خو د دې موضوع د سیاسي حل غوښتنه کوي. 

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار همداراز ویلي چې په دې اړه د ایران وړاندیز لا هم رسمي نه دی، ښايي په دې اړه راتلونکې اوونۍ د مکې تړون کمېټه یوه ناسته ولري. 

ایران په غیرمستقیم ډول دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړې زور اخیستی او د دواړو لوریو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.  

په ورته مهال د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي چې د حوثیانو له لوري د سعودي په سوېل کې د خمیس مشیط ښار پر لور توغول شوي درې بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. 

بلخوا په راپورونو کې د حوثیانو په حواله ویل شوي چې سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر یمن ۹۴ بریدونه کړي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه