خانهافغانستانپروان کې د ساتنې او څارنې دریو پروژو چارې پیل شوې

پروان کې د ساتنې او څارنې دریو پروژو چارې پیل شوې

د ا.ا ټولګټو وزارت وایي چې په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې دریو پروژو چارې د نږدې ۷ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.  

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پروژې د پروان د والي، عزیزالرحمن منصور، د دغه ولایت د ټولګټو رییس، عزت الله عارف او نورو ځایي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي. 

حق‌شناس ویلي چې په دغو پروژو کې د پروان – بامیان مسیر په اوږدو کې د ۵۵ متره استنادي دېوال د ترمیم چارې، د همدې مسیر اړوند د ۱۱.۵ متره درې‌ حجروي پلګوټي د ترمیم چارې او همدارنګه د پروان ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ د ترمیم چارې شاملې دي.

د یادولو ده چې په وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ورته پروژو چارې پیل شوې دي چې د سړکونو جوړول او بیارغونه هم پکې شامل دي. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د سړکونو جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او په ډېرو ولایتونو کې ډېر سړکونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه