خانهافغانستانکابل کې یو شمېر علماوو د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

کابل کې یو شمېر علماوو د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

په کابل کې یو شمېر علماوو ګډه اعلامیه خپره کړې او پر افغان خاوره یې د پاکستان پوځي رژیم بریدونه په کلکه غندلي دي. 

د دغو علماوو په اعلامیه کې راغلي چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم هوایي بریدونه له اسلامي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې دي، او د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي. 

په کابل کې دغو علماوو له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان پر وړاندې د ترسره کېدونکو پوځي او امنیتي اقداماتو په اړه خپل مسوولیت ادا او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم د کونړ په «شلطن» ولسوالۍ او د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کورونو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځي رژیم د کونړ شلطن ولسوالۍ په «چوګام» سیمه او د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ په «صفار» سیمه کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي دي. 

د مجاهد په وینا چې د دغو بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ هېوادوال شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند د پاکستان پوځي رژيم دا بریدونه په کلکه غندلي او دا یې پر افغان خاوره ښکاره «تېری» بللی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه