د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالحق همکار د تاجکستان برېښنا شرکت (برق تاجیک) له رییس «محمد عمر آسوزده» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې چې د کتنې پرمهال د تاجکستان لوري د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي تود هرکلی کړی او د برېښنا او انرژۍ په برخه کې یې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو او همکاریو د پراختیا پر ارزښت ټینګار کړی دی.
برېښنا شرکت لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو افغانستان ته له تاجکستان څخه د واردېدونکې برېښنا کچې پر زیاتوالي، د برېښنا لېږد مزیو پر پیاوړتیا او پراختیا، د برېښنا کیفیت او ولتاژ پر ښهوالي، تعرفې، د پانګونې پر فرصتونو، تخنیکي زدهکړو او اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا بحث کړی دی.
“تاجکستاني لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي جوړولو د پلان په اړه معلومات وړاندې کړي او افغانستان ته د برېښنا کچې د زیاتوالي غوښتنې په اړه یې خپل چمتووالی څرګند کړی دی.“
د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې یاد شرکت له تاجکستان سره د ښو اړیکو د ساتلو په برخه کې ژمن دی، څو دوامدارې همکارۍ، د انرژۍ تبادلې زیاتوالی او عملي پروژې د افغانستان او تاجکستان د خلکو په ګټه تمامې شي.


