خانهافغانستانننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې پرمهال درې ماشومان وژل شوي

ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې پرمهال درې ماشومان وژل شوي

د ننګرهار مسوولین وایي، د یاد ولایت په خوږیانو ولسوالۍ کې د هاوان زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. 

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د خوږیاڼو ولسوالۍ په «زاوې» سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه په دې زړې مرمۍ د ماشومانو د لوبو پرمهال رامنځته شوې ده، او څلورو ماشومانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مسوولینو په وینا چې له چاودنې وروسته ټپي‌شوی ماشوم د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته چاودنې شوې چې له امله یې د ډېرو ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. 

د یادولو ده چې لا هم د هېواد په لرې پرتو سیمو کې له پخوانیو جګړو پاتې‌شوي ناچاوده توکي شته چې وخت ناوخت د هېوادوالو د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي. 

څو ورځې مخکې په وردګو ولایت کې د ورته پېښې له امله دوه ماشومان وژل شوي وو او یو بل ټپي و.

بلخوا د ماین‌پاکۍ د ځینو موسسو له لوري په هېواد کې د ماینونو ایستلو او خنثا کولو چارې هم روانې دي، خو لا هم د هېواد ټولې سیمې له دغو توکو نه دي پاکې شوې. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه