د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان وایي چې امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې د پوځي ځواک په کارولو کې له ناکامېدو وروسته اوس په ایران کې د اختلافاتو رامنځتهکېدو هڅې کوي.
د ایراني رسنیو په راپورونو کې د پزشکیان له قوله راغلي چې امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې د پوځي ځواک په کارولو کې ناکام شوي دي.
د نوموړي په وینا چې امریکا او اسرائیل اوس د ایران د کورنیو اختلافاتو د لاپراخېدو هڅې کوي، او په دې برخه کې خپل پلانونه جوړوي.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې «دښمنان» به یې په دې طرحه کې هم د پوځي ځواک غوندې له ماتې سره مخ کېږي.
مسعود پزشکیان تر دې مخکې بار بار ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو پوځي ځواک پرمهال ټول ایرانی ولس سره متحد دي، او له خپل هېواد څخه په ګډه دفاع کوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په نیویارک کې د منځګړو هېوادونو له استازو سره د دې جګړې د درېدو په اړه خبرې کړې دي.


