روسیې د جرمني په ګډون له اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستلو ته غبرګون ښودلی، او د اروپا پر دې پرېکړو یې توندې نیوکې کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» ویلي چې له اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستل دا څرګندوي چې لوېدیځ هېڅ ډول اصول نه مراعاتوي.
اغلې زاخارووا ویلي چې امریکا او اروپايي هېوادونه د افغانستان په حق کې دوهګونی چلند کوي، او پر اسلامي امارت د بشري حقونو د نقض تور لګولو ترڅنګ افغان کډوال وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې له ځینو اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي دي. تازه جرمني حکومت پرېکړه چې ۵۰۰ نور هغه افغانان هم بېرته افغانستان ته ولېږي چې ډېر یې جرمني مخینه هم نه لري.
د جرمني په ګډون د اروپایي هېوادونو دې پرېکړو د کډوالو چارو اړوند ادارو او پر بشري حقونو د څار یو شمېر بنسټونو غبرګونونه پارولي، او د دې پروسې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې جرمني ښایي نږدې ورځو کې ۵۰۰ نور افغان کډوال هم له خپل هېواد څخه وباسي.


