رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې ده د قطر منځګړي د دوشنبې یا سېشنبې په ورځ له ایراني او امریکایي چارواکو سره جلا جلا مشورې وکړي.
د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د قطر چارواکي به په متحده ایالاتو کې وي او خبرې اترې به د ایران د اوه ورځني پلان په بیاکتنه شوې نسخه متمرکزې وي.
دا پلان چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې وړاندې شوی، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د اټومي خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیزونه پکې شامل دي.
ایران ویلي چې که امریکا خپل سمندري بندیز لرې کړي، د تېلو په پلور بندیزونه لرې کړي او په ټوله سیمه کې اوربند ټینګ کړي، نو دوی به د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د اټومي خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره چمتو وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ دا وړاندیز رد کړ؛ په هرصورت، د امریکا او سیمه ییزو سرچینو اکسیوس ته ویلي چې قطري منځګړي د تهران او واشنګټن ترمنځ پیغامونو ته دوام ورکوي او د یوې هوکړې ته د رسېدو هڅه کوي.
عراقچي د انبيسي سره په یوه مرکه کې هم ټینګار وکړ چې تهران لاهم ډیپلوماتیک حل غواړي او د منځګړو له لارې د امریکا د رسمي ځواب په تمه دی.


