د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي وایي چې هېواد یې د واقعي ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی، خو ټینګار کوي چې د امریکا هر ډول بریدونه به بېځوابه پرېنښودل شي.
عراقچي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ټاکل شوې، نن په نیویارک کې د منځګړو هېوادونو له مشرانو سره د روانې جګړې پر پایتهرسېدو ناستې او بحثونه ولري.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې عباس عراقچي به نن په نیویارک کې له منځګړو سره لیدنې ولري او د روانې جګړې په اړه به ورسره وغږېږي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې ښايي په همدې اوونۍ کې له ایران سره خبرې بیاځلي پیل شي.
ټرمپ ویلي وو چې امریکا به ډېر ژر روانه جګړه پخپله ګټه پایته ورسوي.
په ورته مهال نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر ایران د بیاځلي بریدونو پر پلان غور کوي، او په دې اړه یې له خپلو سلاکارانو سره هم خبرې کړې دي.
خو ایراني چارواکو بیا خبرداری ورکړی چې که امریکا برید وکړي، دا ځل به ایران له نوې ټیکنالوژۍ استفاده وکړي، او هېڅ تېری به بېځوابه پرېنږدي.


