اوکرایني چارواکي وایي چې پر دغه هېواد د روسیې تازه بریدونو له امله پنځه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
په راپورونو کې د اوکرایني چارواکو په حواله ویل شوي چې روسیې د اوکراین پلازمېنې، کييف په ګډون پر ځینو ښارونو ډرون بریدونه کړي او مرګژوبله یې اړولې ده.
د راپورونو له مخې چې روسیې تازه د اوکراین ملکي تاسیساتو ځینې ودانۍ په نښه کړې دي.
په ورته مهال د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي ویلي چې روسیې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې پر اوکراین شاوخوا ۲۸۰ ډرون بریدونه کړي دي.
بلخوا د روسیې دفاع وزارت پر اوکراین د دغو تازه بریدونو په تایید ویلي چې هلته یې ځینې لوجستیکي مرکزونه ویشتلي دي.
د اوکراین او روسیې پر جګړې کلونه اوړي، خو د امریکا په ګډون د نړیوالو له هڅو سره سره لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند کوم څرک نه لیدل کېږي.
د یادولو ده چې له تېر یو کال راهیسې اوکراین هم د روسیې پر بېلابېلو ښارونو سلګونه ډرون بریدونه کړي چې ډېر کله د پراخې مرګژوبلې لامل شوي دي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له امله تر اوسه سلګونه زره کسان وژل شوي او د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه اوښتي دي.


