د هند کرکټ لوبډلې مشهور توپوهونکي «ویرات کوهلي» په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۵ زره منډې پوره کړې، او په دغو لوبو کې یې د ځان لپاره ۵۴ سلیزې هم ثبت کړې دي.
کوهلي تر دې دمه ۳۱۵ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي، او په ټول نړیوال کرکټ کې یې ۸۶ سلیزې کړې دي.
د هند کرکټ لوبډلې دغه مشهور لوبغاړی اوسمهال په ټېسټ او شلاوره لوبو کې نه لوبېږي، او یوازې په یو ورځنیو لوبو کې د خپل هېواد لپاره لوبېږي.
ځینو هندي کرکټپوهانو لیکلي چې ښایي «ویرات کوهلي» د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام د خپل ځان لپاره وروستۍ لوبه کړي، او له نړیوال کرکټ سره مخهښه وکړي.
ویرات کوهلي په هند کې دننه او د افغانستان په ګډون شاوخوا هېوادونو کې زیات مینهوال لري او په هره لوبه کې د نوموړي د توپوهنې له نندارې څخه خوند اخلي.
د ویلو ده چې ویرات کوهلي د کرکټ په نړۍکې ځینې ریکارډونه هم لري او همداراز یې سلګونه بېلابېلې جایزې هم ترلاسه کړې دي.
د کرکټپوهانو په وینا چې ویرات کوهلي په زیاتو نړیوالو لوبو کې د توپوهنې پرمهال د «پر ځان باور» لوړ احساس او لوبه د بریا د حتمي کولو په موخه کوي.


