خانهنړۍهند کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۶۰ ډېر شوی

هند کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۶۰ ډېر شوی

په هند کې له ناڅاپي شدید ورښت وروسته خونړي سېلابونه بهېدلي چې له امله یې ۶۲ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي. 

د راپورونو له مخې له ورښت وروسته د ځمکې‌ښویېدنې پېښې هم رامنځته شوې دي. 

هندي رسنیو لیکلي چې یوازې په «اتراپردېش» ایالت کې له تېرو دریو ورځو راهیسې نږدې ۶۷ میلي‌متره باران شوی، او دا کچه بې‌سارې بلل شوې ده. 

په راپورونو کې د چارواکو په حواله ویل شوي چې دا مهال په سېلاب‌ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون عملیات پيل شوي دي.

بلخوا په نیپال کې هم د ناڅاپي سېلابونو خبر ورکړ شوی چې له امله یې د ۱۵ کسانو مړینه تایید شوې او شاوخوا ۲۰ نور نادرکه شوي دي.

هند او نیپال له هغو هېوادونو څخه دي چې دا ډول ورښتونه پکې وخت ناوخت لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي. 

وړم کال هم د هند په ځینو ایالتونو کې د خونړیو سېلابونو له امله له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او لسګونه نور نادرکه شوي وو. 

د یادولو ده چې په هند کې ډېر ځله د دا ډول ورښت پرمهال د ځمکې‌ښویېدو پېښې هم رامنځته کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه