د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو د نارینهوو د کرکټ سیالیو په لړ کې د هېواد الف کرکټ لوبډله سبا دوشنبه د هند الف سره لوبېږي. ټاکل شوې د افغانستان او هند ترمنځ د سبا ورځې سیالي د کابل پر وخت د سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي. د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د جاپان او نیپال وروستۍ لوبه د باران له امله بېپایلې پای ته ورسېده، چې له امله یې افغانستان ابداليانو لوبډلې او نیپال د سیالیو دویم پړاو ته لار ومونده او جاپان له سیالیو بهر شو.
د دغو سیالیو لومړي پړاو کې افغان لوبډلې دوه لوبې کړي چې یوه یې له جاپان څخه ګټلې او بله یې نیپال ته بایللې.
د جاپان او نیپال په لوبه کې نیپال لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۵ اورونو په لوبه کې یې د سندیپ جورا او لوکیش بام د نیمه سلیزو په مټ ۱۴۹ منډې جوړې کړې.
سندیپ جورا چټکه نیمه سلیزه ترسره کړه، په داسې حال کې چې لوکیش بام په ۲۲ توپونو ناسوځېدلې ۵۲ منډې وکړې او د نیپال د منډو په زیاتولو کې یې مهم رول ولوباوه.
د نیپال د پاڼۍ له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا باران پیل شو او لوبه ودرېده، چې وروسته بې پایلې اعلان شوه.
د دغې پایلې له مخې، جاپان یوازې یوه نمره ترلاسه کړه او له سیالیو بهر شو، په داسې حال کې چې افغانستان او نیپال د الف ګروپ د استازو په توګه د سیالیو دویم پړاو ته ووتل.


